کندهار ښاروال محمد رفيع حيات نن رسماً خپله دنده پيل کړه

رپوټ: مهتمم صالح

له شاوخوا يونيم کال څخه تر اوسه کندهار ښاروالۍ رسمي ښاروال نه درلودئ او ټولي چاري یې د ښاروالۍ مرستيال محمدنسيم رضايي پر مخ وړلې، چي وروسته د ازاد رقابت له لاري محمد رفيع حيات دغه بست ته بريالی سو او نن يې رسماً خپله دنده پیل کړه، چي پر مهال يې د کندهار والي حیات الله حیات د مرستيال ښاروال څخه مننه وکړه، چي د ښاروال په نه موجودیت کي يې د ښاروالۍ کارونه په ښه توګه کول.

والي وايي، دوی د نوي ښاروال سره په پوره توګه همکاري کوي، خو ښاروال دي هم په ښار کي روان پلانونه په سمه توګه تر سره او نوي پلانونه دي ژر تطبيق کړي.

دغه راز والي وايي، خلک دي د ښاروالۍ سره په رغنيزه برخه کي همکاري وکړي.

مخکي د کندهار ښاروالۍ د مشورتي شورا ځيني غړي د کندهار د نوي ټاکل سوي ښاروال سره مخالف ښکارېده، خو اوس د دغه شورا غړي وايي، دوی په هر حالت کي د ښاروال ملاتړ کوي او همکاري ور سره کوي.

بلخوا د کندهار نوي ټاکل سوی ښاروال انجنير محمد رفيع حيات وايي، دی د خلکو سره ژمني نه کوي، بلکي د خلګو له پاره به په پوره اخلاص کار کوي.

حيات وايي، کندهار ولايت مقام او امنيتي ځواکونه دي له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، تر څو د دوی پلانونه او کارونه د خنډ سره مخ نه سي، او دغه راز د ناحيو وکيلان دي، پر وخت د ښاريانو ستونزي تر دوی پوري ورسوي.

پوهندوی انجنير محمد رفيع حيات د کندهار پوهنتون استاد وو، چي د ماسټرۍ تر کچي يې لوړي زده کړي د ښار جوړوني په برخه کي کړي دي.

د کندهار ولایتي شورا غړي وايي، نوی ښاروال دي هڅه وکړي، تر څو د استملاک سوو ځايونو مالکونو ته خپل حق پر وخت ورکړي، او دغه راز د خپلي ادارې په اصلاح کولو کي ډېر کار وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...