په افغانستان کي په ځانمرګو بریدونو کي ۷۰ سلنه کموالی راغلی


دا د هغه راپور مهمه برخه ده چي د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې سازمان د امنیت شورا ته وړاندي کړ.

دا راپور (په افغانستان کي وضعیت او پر نړېوالي سولي او امنیت یې اغېزې) په نامه مخکي له مخکي د ملګرو ملتونو په ويب‌ پاڼه کي خپور سوی دئ.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور په نیویارک کي د دې سازمان د امنیت شورا ته وړاندي کړ.

ټاکل سوې چي د ملګرو ملتونو عمومي منشي (انټونیو ګوترش) یې نن ناوخته د امنیت شورا ته جزئیات وړاندي کړي.

​په راپور کي د افغانستان سیاسي وضعیت، د سولي هڅو او په انتخاباتي کمېسیونونو کي بدلون ته په پام بې ثباته بلل سوی، خو د سولي په بهیر او هڅو کي د ښځو د ونډي ستاینه سوې ده.

په راپور کي ډېره اندېښنه بیا هم پر امنیتي وضعیت ښودل سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...