زلمی خلیلزاد د سولي یو جامع تړون غواړي، نه د وتلو موافقه

د افغانستان د سولي او پخلایني له پاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي له طالبانو سره د خبرو د یو بل پړاو له پاره چمتو کيږي، خو د ده په خبره دی د سولي یو جامع تړون غواړي نه د وتلو موافقه.

ښاغلي خلیلزاد پرون شپه ناوخته دا خبره خپله ټویټ کړې ده.

هغه  په خپل ټويټ کي ټینګار کړی، څو چي په دغو ټولو مسایلو موافقه ونه سي، پر هېڅ شي موافقه نه کيږي.

د خلیلزاد او طالبانو اووم پړاو خبري د قطر په پلازمېنه دوحه کي کيږي.

بلخوا د طالبانو د سیاسي ډلي ویاند سهیل شاهین هم پرون په خپله ټویټرپاڼه کي لیکلي، په مذاکراتو کي امریکا منلې چي خپل ټول پوځیان باسي او د ده په خبره له دې چي په راتلونکي کي په افغانستان کي مداخله نه‌ کوي نو دا یو ښه پرمختګ دئ.

زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي ډلي تر دې دمخه شپږ واره د قطر په پلازمېنه دوحه کي خبري کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...