د پنځو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي د پروسې ملاتړ کړی.
دا خبره د افغانستان د ملي امنیت د شورا مطبوعاتي دفتر په یو بیان کي کړې.
د افغانستان، روسیې، چین، ایران، هندوستان او پاکستان د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه پرون سې شنبه په روسیه کي جوړه سوې وه.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا بیان وايي، په دې غونډه کي چي له افغانستانه د ملي امنیت سلاکارحمدالله محب پکښي برخه اخېستې وه، د شپږو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان د سولي، د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا او د سولي له پاره د سیمي ایتلاف پر جوړېدو بحث وکړ.
دا امنیتي غونډه د روسیې په اوفا ښار کي جوړه سوې وه.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محب په دې غونډه کي وویل، په افغانستان کي هره ورځ لږ تر لږه پنځوس تنه له ترهګرۍ سره مبارزه کي خپل ژوند له لاسه ورکوي او په دې توګه افغانستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لومړی مورچل دئ.
تردې دمخه مسکو د طالب استازو او یو شمېر افغان سیاستوال د لیدنو کوربه وو، خو په دې لیدنو کي د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ هېڅ توافق و نه سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون