یو لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکی وايي، په وروستیو کي یې په ټول افغانستان کي پر وسله والو درانه ګوزارونه کړي او دوی یې ځپلي دي.
دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشال سعادت په هلمند کي خبریالانو ته وکړه.
د خوشال سعادت په شمول یو لوړ پوړي امنیتي پلاوی پرون ناوخته د هلمند مرکز لښکرګاه ته تللی وو، چي د افغانستان د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر، د افغانستان د دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا مرستیالان هم پکښي شامل وه.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشال سعادت لښکرګاه کي رسنیو ته وویل، هلمند ته یې د سفر هدف د افغان ځواکونو د وړتیاوو او هغو عملیاتو د مؤثریت ارزول دي، چي په وروستیو کي د هلمند په شمول ټول افغانستان کي سوي.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال وسله والو ته د درنو ګوزارونو خبره په داسي حال کي کوي، چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون سې شنبې د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي ګوترش پر راپور بحث کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون