رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د ملي امنيت ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کي ۳۰ تنه د دولت ضد وسله وال مخالفین نيولي دي.
د کندهار والي حيات الله حيات وايي، يادو کسانو په کندهار، هلمند، زابل، غزني او ميدان وردګ کي جکړه کول، چي د ملي امنيت ځواکونو له خوا ونيول سوه.
والي وايي، دغه کسانو په يادو ولايتونو کي قومي مشران او دولتي چارواکي په نښه کول او دغه راز په ولسواليو کي يې پر امنيتي پوستو هم بريدونه کول.
د والي په خبره په پاکستان کي ځيني مدرسې د ديني زده کړو په بهانه د افغانستان د جګړې له پاره کسان روزي، چي د ګرمۍ په موسم کي دلته راځي او جکړې کوي.
ښاغلی حيات زياتوي، تر دوو يا درو مياشتو پوري ښايي په زيات شمېر وسله وال په افغانستان کي فعاليت وکړي.
کندهار والي وايي، نيول سوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دئ.
د يادولو وړ ده، چي يوه اوونۍ دمخه هم د ملي امنيت ځواکو د وسله والو طالبانو يوه ۲۷ کسيزه ډله نيولې وه، چي ځيني غړي يې د پېښور اوسېدونکي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون