حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بې پیلوټه الوتکو په وسیله یو بل برید کړی دئ

ایران پلوو حوثي یاغیانو ویلي دي چي پر سعودي عربستان یې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله یو بل برید کړی دئ، چي په عین حال کي سعودي عربستان ویلي، دا الوتکه یې ویشتلې ده.

د حوثي یاغیانو اړوند المسیره خبري چینل پرون شپه ناوخته اعلان وکړ، چي دې ډلي پر سعودي عربستان د بې پیلوټه الوتکو په وسیله حمله کړې ده.

د حوثي یاغي ډلي ویاند یحیی الساري ویلي، دا حمله د چهارشنبې په ورځ سوې او د جیزان او ابحا هوايي ډګرونه پکښي په نښه سوي دي.

دې ډلي ویلي چي دې بې پیلوټه الوتکي د ابحا پر هوايي ډګر یو کروز میزائیل توغولی دئ.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چي په یمن کي جګړه کوي، نن سهار اعلان وکړ چي د ابحا سیمه ایز هوايي ډګر ته نږدې یوه بې پیلوټه الوتکه یې ویشتلې او نسکوره کړې یې ده، خو د ایتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي په خپل بیان کي د حوثي ډلي ادعا ته اشاره نه ده کړې.

سعودي عربستان تائید کړې ده چي په دې حمله کي ۲۶ کسان ټپیان سوي دي.

په همدې حال کي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وویل، چي د عمان په خلیج کي د تېلو پر دوو ټانکري کښتیو د پنجشنبې د ورځې حمله ایران کړې ده.

بن سلمان له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کي وویل، ایران پر دې کښتیو چي یوه یې جاپانۍ وه، دا حمله داسي مهال وکړه چي د جاپان صدراعظم شینزو ابې په تهران کي وو او د ده په وینا ایرانیانو حتی د ابې د سفر درناوی هم ونه کړ.

هغه پر نړیوالي ټولني ږغ وکړ، چي د ایران پر وړاندي قاطع دریځ خپل کړي.

ده زیاته کړه چي هیواد یې جګړه نه غواړي، خو د سعودي خلګو، ملي حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا او ګټو ته د هر راز ګواښ پر وړاندي به لازم اقدام وکړي.

د سعودي ولیعهد پر سعودي عربستان د ایران پلوو حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکي وروستۍ حملې ته هم اشاره وکړه او وې ویل، چي د دې ډلي دا او مخکنۍ حملې د ریاض د هغې غوښتني اهمیت تائیدوي، چي نړیواله ټولنه باید د ایران پرضد قاطع دریځ ونیسي.

له بلي خوا د هغې ناروېژۍ کښتۍ عمله د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته رسېدلي، چي د عمان په خلیج کي چاودنه پکښي وسوه او اور یې واخیست.

دا کښتۍ دوې ورځي په ایران کي وه او یوه بله کښتۍ چي په هغه کي هم په همدې ورځ چاودنه سوې وه، د متحده عربي اماراتو سواحلو ته رسېدلې ده.

متحده ایالاتو پر دې کښتیو د حملې پړه پر ایران اچولې او ویلي یې دي، چي د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک ماینونه پکښي ځای پرځای کړي او الوځولي یې دي.

تهران دا تورونه رد کړي او برعکس د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره تورنوي چي د ایران له خوا د ويري د خورولو کمپاین پیل کړی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...