واشنګتن ترکيې ته د F-400 پر سر د بندیزونو اخطار ور کړی دئ

ترکيه وايي، تمه لري چي له روسيې د ميزائيلو د S-400 ډوله دفاعي سيسټم انتقال راتلونکي مياشت پيل سي.

د ترکي رسنيو د راپورونو له مخي، ولسمشر رجب طيب اردوغان دا خبره نن کړې ده.

د CNN ټلويزيون د ترکۍ څانګي د راپور له مخي، ولسمشر اردوغان ويلي، چي ترکيې ته به د S-400 ډوله دفاعي دستګاوو انتقال د جولاى په نيمايي کي پيل سي.

د انقرې له خوا له مسکوه د هوايي مدافع د دې سيسټم د رانيولو موافقه د ترکيې او امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ د کړکېچ عمده سرچينه ګڼل کيږي.

امريکا وايي، د روسيې ساخت دغه دستګاه د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو ته يو خطر دئ.

واشنګټن ترکيې ته ويلي چي له روسيې د هوايي مدافع دستګاوو د رانيولو له کبله به د F-35  ډوله الوتکو له رانيولو منعه کړاى سي.

واشنګتن خبردارى ورکړى چي که ترکيه له روسيې د ميزائيلو F-400 دفاعي سيسټم رانيسي، نو ممکن له بنديزونو سره مخامخ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...