پکتياوالي میرمني وايي بې قيده او شرطه سوله مني، خو زياتوي، چي دايمي او د هېواد ملي ګټي او ارزښتونه پکښې خوندي وي او د سولي له ټينګښت وروسته له هیڅ ډول شرايطو وېره نه لري.
دوی دجګړې له دواړو لوریو غوښتي چي دجګړې بل فصل دې په سوله پیل کړي. مېرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند او له هغي وروسته د دایمي سولي غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده چي د جګړې خواوې دې نوره جګړه بس کړي.
د دې ولایت د والي مرستیالې زهرا احمدزۍ له میرمنو غوښتي چي دسولي په برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ها خوا په خوست کي د «سولې کوترې» په نوم د مېرمنو د يوې ټولنې غړو په قطر کي د افغان سولې په تړاو د ښکیلو لورو له خوا د خبرو تر پيلېدو وړاندي د اوربند د اعلانېدو غوښتنه وکړه. دوی ویلي، مخکي له دې چي په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د شپږم ځل لپاره خبرې پيل سي، لومړی دې جنګ کي ښکیلي خواوې په اوربند توافق وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون