رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چي امریکا غواړي د ایران ځانګړي ځواکونه سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو لیست کې شامل کړي.
رویټرز ویلي په دې اړه د امریکا پرېکړه ټاکل سوې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا راتلونکې دوشنبي اعلان سي.
ددې پرېکړي منتقدینو سپیني ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چي تور لېست ته د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ورزیاتول به امریکا او ددې هېواد نظامي او استخبارتي ځواکونو ته ناوړه پایلي ولري. دوه کاله وړاندي د سپاه پاسداران ځواکونو مشر محمد علي جعفري د امریکا ددې ډول پریکړي په غبرګون کي ویلي وو که د تروریستي ډلي په توګه د ایران د سپاه پاسدارانو پیژندلو په برخه کي د امریکا احمقانه پریکړي په اړه خبرونه سم وي، سپاه پاسدارن به هم امریکايي پوځ په ټوله نړۍ کي د داعش په څیر وګڼي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون