په بغلان کي دبزګر جشن د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کي ولمانځل سو

راپور: نورګل اندړوال

وروسته له هغه چي هلمند کي د بزګر دجشن په مراسمو باندي ماین چاودني وسوي بغلان کي دغه جشن یوڅه په ځنډ خو دمالدارۍ او کرهنیزو توکو د شتون ترڅنګ دکلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کي ولمانځل سو.
دبغلان دکرني ریس عبدالغیاث صدیقي وايي سږکال ترپخوا زیات دکرني او مالدارۍ په برخه کي کار سوی.
خو دبغلان دولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزی وايي چي حکومت باید په خپلو مرستو سره بزګروهڅوي ترڅو دکرهنیزو تولیداتوپه زیاتوالي سره  دپاکستانیو میوو مخه په افغانستان کي ونیول سي.
بغلان چي د افغانستان کندو بلل کیږ ي او دنارینه و ترڅنګ میرمني یې هم په بزګرۍ او مالدارۍ بوختي دي په خپلو سیمو کي دحکومت د بې پامۍ سرټکوي.
بزګره میرمن بي بي ګل وايي چي ژوند یې دبزګرۍ په برخه کي له کړاو ډک دی خو دنارینه و په پرتله ښځو بزګرو ته هیڅ پام   په دي ولایت کي نه کیږي او اړ دي چي دژوند دا کسب او اسره هم پریږدي .
د بغلان دکرنې ریاست  او مرستندویه بنسټونه چي دې ولایت کي دکرني او مالدارۍ د ودي په برخه کي کار کوي وايي چي بغلان دکرني لپآره ښه هوا او اوبه لري او باید دلته نورهم بزګر خپل پام کرني ته زیات کړي .

خو په ځينو سیمو کي یې بیا ناامني هغه څه بولي چي دبزګرانو دکاري برخي  پروړاندې یې خنډ جوړ کړی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...