راپور: جواد داوري
تر کابل وروسته دا لومړي ځل دی چي هلمند کي میرمنو ته ترافیکي زده کړه ورکول کیږي او بیا د موټر چلوونکي جواز یا لیسنس اخلي.
د هلمند د ښځو چارو رئیسه وجیهه رسولي وايي که څه هم اوس شرایط ددې د پاره مساعد نه دي چې میرمني په لښکرګاه ښار کي موټر وچلوي خو په عاجل وخت کي په کار ده میرمني هم د نارینو تر څنک ستونزو ته رسیدګې وکړي.
د هلمند ترافیکو مدیر میرزاخان روحاني وايي د ښځو چارو ریاست په وړاندیز يې دغه کورس جوړ کړی دی که اړتیا پیدا سي او نوري میرمني هم وغواړي چي د موټر چلوونې لیسنس ترلاسه کړي ورته پروګرام به جوړ کړي.
دی زیاتوي تردې وړاندي يې په انفرادي ډول شاوخوا ۲۳ میرمنو ته د موټر چلووني لیسنس ورکړی چي اوس د اړتیا پرمهال موټر چلولاي سي.
ددې کورس ګډون کوونکي وايي، وړاندي د موټر سره يي بلدتیا نه درلودل تردې وروسته کولای سي موټر وچلوي او همدارنکه ترافیکي نښي هم مراعت کړي.
دوی وايي د کورنیو په اجازه يې د موټر چلوونې زده کړه ترلاسه کړې ده غواړي په لښکرګاه ښار کي د نارینو تر څنک موټر وچلوي.
لښکرګاه ښار که څه هم د مساحت له پلوه کوچني ښار بلل کیږي خو د ښځو د موټر چلووني پر وړاندي کوم خنډ تردې مهاله نه دی رامنځته سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون