په غزني کي د امنیتي ځواکونو د وژل سویو منسوبینو له کورنیو او معلولو سرتیرو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وسوه

راپور: خدیجه اشرفي

دلته د امنیتي ځواکونو په لیکو کي د وژل سویو امنیتي سرتیرو میندي او کونډي میرمني د ځینو معلولو سرتیرو په ګډون راغلي، څو د ولایت لخوا ورته په پام کي نیول سوي مرستي ترلاسه کړي او له دردونو ډک ژوند داسي تیروي.

د غزنی والي وایي د وژل سویو سرتیرو د کورنیو لاس نیوی یې مکلفیت دی او حکومت به هیڅکله د هغوی سرښندني هیري نه کړي.

هغه دغه راز ژمنه وکړه چي په نږدې راتلونکي کي به د پولیسو ښارګوټی هم عملا توزیع او د شهیدو سرتیرو کورنیو ته به هم پکښي هستوګنیزي نومرې ورکړي.

د مرستو ترلاسه کوونکي د ځایی ادارې له دغه اقدام څخه هرکلی او د خوښۍ څرګندونه کوي چي په بد حالت کي یې د دوی لاس نیوی وکړ.

د یادوني وړ ده چي په غزني کي د ځایي ادارې او دفاع وزارت لخوا مخکي هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کي د وژل سویو سرتیرو له کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته کړې وه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...