دا څرګندوني د یاد وزارت ویاند زبیر عارف کړي دي او زیاته کړې یې ده چي د هند لخوا مرسته کیدونکې څلور روسۍ چورلکي به په نږدې راتلونکي کي د افغان حکومت په واک کي ورکړل سي. هغه د جګړې په ډګر کي د دې چورلکو د اغیزمنتیا په اړه ویلي، چورلکي د جنګ ډګر کي د امنیتي ځواکونو پر روحیه ښه اغېز کوي. عارف دغه راز ویلي، د هند له لوري مرسته کېدونکي دا چورلکې هم بمونه غورځولای سي او هم د لایزري توغندیو ویشتلو توان لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون