د بښنې نړیوال سازمان پرون پر پاکستان ږغ کړی دی چي ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کیدو لړۍ بنده کړي او ددې کار د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر ونیسي.
د بشري حقونو د ملاتړ دې سازمان ویلي، د وګړو جبري بې درکۍ له ډېرې مودې راهیسي د پاکستان پر لمن تور داغ دی.
یاد سازمان ویلي، په پاکستان کي د توکمیزو او مذهبي لږکیو ټول غړي، د بشري حقونو مدافعان، سیاسي فعالان، د وسله والو او داسې مذهبي ډلو غړي چي فعالیت یې منع دی لادرکه سوي دي.
په پاکستان کي په دې اړه د څېړني ځانګړي کمیسیون ویلي، چي لږ تر لږه د ۲۱۷۸ کسانو د بې درکۍ دوسیې ورسره پرتې دي.
په ورته وخت کي په پاکستان کي د بشري څارني یو شمېر خپلواکې ډلي او مدني فعالان بیا پر دې کمیسیون تور پوري کوي چي ددې ستونزې د عاملانو پر وړاندې یې له خپل ټول صلاحیته کار نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون