د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالي کي د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړې له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه سوي دي.
ځايي خلک وايي، د دواړو لورو ترمنځ دا جګړه د وري میاشتي په دویمه پیل سوې ده.
د چپې درې اوسیدونکي وایي لومړی، ورسک تنګي کي سخته نښته وسوه او دوی یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
هغوی زیاتوي چي د چپې درې ولسوالۍ له مختلفو سیمو خلک تېښتي ته اړ سوي او جلال اباد یا د کونړ نورو سیمو ته تللي دي.
د کونړ د چپې درې ولسوال خلیل الله خلیلي هم مني چي د طالبانو او داعش ترمنځ جګړې زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي.
د ده په خبره، اوس مهال د خلکو سروي روانه ده چي په وینا یې پرون او نن له بېځایه سویو کورنیو سره څه ناڅه مرسته هم سوې ده. داعش او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون