د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس وایي، هېواد یې په پام کي لري چي تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې سپوږمۍ ته بیا ستورمزلي ولېږي.
پنس دا څرګندونې پرون په الاباما ایالت کې د وینا پر مهال کړې دي او زیاته کړې یې ده چي په دغو ستورمزلو کي به دا ځل یوه ښځه هم شامله وي.
د سږکال په جولای میاشت کي پر سپوږمۍ د لومړني انسان د ښکته کیدو ۵۰ کاله پوره کېږي.
د امریکا د فضایي څېړنو د ادارې ستورمزلي په ۱۹۷۲ میلادي کال کي د سپوږمۍ پر سطحه ښکته سوي وو. تر هغه وروسته کوم بل هېواد سپوږمۍ ته د انسانانو د لېږلو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون