پاکستان سترې محکمې د ۶ اوونیو لپاره په فساد د تورن پخواني لومړي وزیر نواز شریف د خوشې کېدو امر کړی دی.
۶۹ کلن نواز چي مخکینۍ محکمې په ۷ کاله بند محکوم کړی و، دغه راز له پاکستانه د وتلو اجازه هم نه لري. هغه چي درې ځله د پاکستان لومړی وزیر پاته سوی، له قلبي او د ګردې له ناروغۍ شکایت کوي. د اسلام اباد ستري محکمې تېره میاشت د درملنې لپاره په ضمانت د نواز شریف د خوشي کولو غوښتنه رد کړې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون