دغه مأموریت داسي وخت پرون دا څرګندوني کړي چي په کندز کي یو شمیر خلکو او د ولایتي شورا ځینو غړو امریکايي ځواکونه په یوه هوايي برید کي د ۱۳ ملکیانو په وژني تورن کړي.
په همدې تړاو د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت پرون شپه د خپلې ویاندي دیبرا ریچارډسن رسنیو ته خبرپاڼه راولېږه.
په بیان کي راغلي چي د کندز په عملیاتو کي د ملکیانو د مرګ ژوبلي د ادعاوو په اړه د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت ته راپورونه ور رسیدلي او دوی به ټول معتبر تورونه وڅېړي.
دیبرا ریچارډسن ویلي، همدا جمعه او شنبه له طالبانو سره د افغان ځواکونو په ۳۰ ساعته جګړه کي چي یو وړوکی مشورتي ګروپ هم ورسره و، د طالبانو په یوه مرکز له هغه وروسته هوايي برید وسو چي پر افغان پوځیانو یې بریدونه کول.
بهرنیو ځواکونو ویلي چي ۹۴ طالبان د کندز په دې عملیاتو کي وژل سوي.
طالبانو هم ادعا کړې چي ۱۹ افغان او پنځه بهرني عسکر یې د کندز په جنګ کي وژلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون