ملګري ملتونه: د دولت د ملکي کارکوونکو وژل جنګي جرم دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) وايي چي ملکي دولتي کارکوونکي هم ملکي وګړي دي او د دوى وژل په جنګي جرمونو کي راځي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د بزګر ورځي لمانځلو په مراسمو کي د چاودني له امله څلور کسان ووژل سول او تر ٣٠ زيات ټپيان سول چي ډېرى يې ملکي وګړي او دولتي کارکوونکي وو.
په کابل کي د يوناما له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی دغه بريد غندي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسٔووليت پر غاړه اخيستى دى.
يوناما ويلي، د توپير د اصولو له مخي، د جګړې ښکېل اړخونه مکلف دي چي هر وخت د ملکي او غير ملکي وګړو ترمنځ توپير وکړي. ملګرو ملتونو غوښته کړې، هغو کسانو چي دغه ډول بریدونه تنظیم کړي، باید عدالت ته راښکیل سي او محاسبه ورسره وسي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...