د ناروې سمندري ځواکونو د یوې لویي سیاحتي کښتۍ د ۱۳۷۳ سپرلیو له ډلي نږدې ۴۰۰ کسان د چورلکو په واسطه ژغورلي دي.
د کښتۍ د نورې سپرلۍ په اړه څه نه دي ویل سوي.
ددې کروز ډوله کښتۍ انجن پرون د ناورې په لویدیځ سواحلو کي د خرابي هوا له امله خراب سوی و.
د وایکینګ سکای په نوم ددې کښتۍ کپټان پرون د وضعیت د خرابۍ په اړه وروسته له هغه پیغام واستاوه چي په کښتۍ کي د برښنا جریان پرې سو.
دې کښتۍ د امریکا، برټانیا او ناروې د وګړو په ګډون ټولي ۱۳۷۳ سپرلۍ درلودې.
ژغورونکي ډلي ویلي اوس دوی په دې هڅه کي دي چي دا کښتۍ څنډې ته بوزي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون