د ریانوویستي خبري آژانس د راپور له مخي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، په افغانستان کي د ۲۰۱۴ کال د هوکړې له مخي ښايي امریکایي پوځيان خپلي اډې جوړي کړي، خو دغه اډو ته اړتیا نسته .
دده په وینا د قطر د ناستي مهمه مسئله د امریکایي ځواکونو وتل دي، نو کله چي ددوی د وتلو مسئله مطرح کیږي نو د نظامي اډو د جوړېدو اړتیا هم نه لیدل کېږي. هغه همدا راز ویلي، امریکا له روسیې او چین غوښتي چي له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په برخه کي همکاري ورسره وکړي.
دده په وینا دواړه هېوادونو په دې مذاکراتو کي همکارۍ او مرستي ته ژمن دي.
کابلوف وايي، دوی په افغانستان کي د سولي د راتګ او په دغه هیواد کي د روانو جګړو او نظامي اقداماتو د پای ته رسیدو ملاتړ کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون