د افغانستان د درملیزو او ګټورو بوټو کاروباریان وايي، حکومت دغه مهمي برخې ته پاملرنه نه کوي، چي له امله یې هېواد ته میلیونونه ډالر زیان اوړي.
د افغانستان د عطارانو د شرکت مشر فضل احمد وايي، په افغانستان کي سلګونه ډوله ګټور بوټي پیدا کېږي خو د حکومت د بې پامۍ او بې پروایۍ له امله د نورو هېوادونو په نامه یا په کمه بیه په نړیوالو بازارونو کي پلورل کېږي.
دده په خبره په افغانستان کي ۱۴۰۰ ډوله درملیز بوټي پيدا کیږي او دغه برخه د حکومت ځانګړي پاملرني ته اړتیا لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون