ادای توپان تر دې دمه ۷۰۰ کسان وژلي دي د افریقا په جنوب کي د توپان او سیلابونو له امله د وژل سوو شمېر ۷۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
یوه اونۍ کېږي چي د ادای په نامه توپان د افریقا په جنوب کي درې هېوادونه سخت ځپلي دي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې ددغه توپان له امله په موزمبیق، زیمبابوې او مالاوي کي ۷۰۰ کسان وژلي سوي دي.
مرستندویه ادارې د سخت توپان له امله پر وخت مرسته نه سي کولای او د چاپېریال ساتني ادارې وایي، چي ښایي توپان دوام وکړي او د مرګ ژوبلي شمېره لوړه سوې.
د یادو هېوادونو چارواکو پر نړیوالو مرستندویو هم ږغ کړی چي په دې سختو شرایطو کي ددوی لاس نیوی وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون