په ننګرهار کي د یوه ځای پر ځای سوي ماین د چاودني له امله درې کسه ټپیان سوي دي.
راپورونو له مخي په مرکز جلال اباد کي کامران پلازا ته څېرمه د یوې شخصي معاینه خوني مخ ته چاودېدونکي توکي ځای پر ځای سوي وو.
ددغه توکو د چاودني له امله درې ښځي او درې ماشومان سطحي ټپیان سوي او ددرملني په موخه نږدې روغتون ته لېږدول سوي دي.
د جلال اباد ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون