ټرمپ د داعش ډلي له ماتي هرکلی کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې هرکلی کړی دی چي په سوریه کي د داعش وروستی کلی هم د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو ته لاس ته ورغلی دی.
د سوریې په باغوز کلي کي ددې ډلي ماته پرون اعلان سوه.
ټرمپ وویل، څو چي دا افراطي ډله په هر ځای کي ماته ونه خوري امریکا به د مراقبت په حالت کي وي.
د سوریې ډموکراټیک ځواکونو چي امریکا یې ملاتړ کوي، پرون وویل چي د باغوز کلی هم چي په سوریه کي د داعش ډلي تر کنټرول لاندي وروستۍ سیمه وه، ازاده سوې ده. له دې سره د عراق په یو شمېر ولایتونو او سوریه کي د داعش ډلي خلافت پای ته ورسېد او دا ډله په بشپړه توګه ماته سوه.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...