د سوریې دیموکراتیک ځواکونه وايي، په دغه هیواد کي د اسلامي دولت یا داعش له ماتي وروسته د دې ډلي پنځه کلن واک پای ته رسیدلی دی.
د سوریې دیموکراتیک ځواک سرتېرو د سوریې په باغوز کلي کي د بریا بیرغونه ټومبلي چي د داعش ډلي وروستی کلک مرکز بلل کیده.
د خپل اوج پر مهال داعش ډلي د سوریې او عراق نژدې ۸۸ زره کیلومتره مربع خاوره کنټرولوله. سوریې دیموکراتیک ځواکونو چې کردي ځواکونه یې مخکښ دي، د مارچ په لومړیو کي ختیځه سوریه کي باغوز کلی محاصره کړ، چي د داعش ډلي پاته وسله وال پکښي یو ځای سوي وه.
د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو لوړپوړي جنرال مظلوم کوباني پر داعش ډلي د خپلي بریا تایید تر څنګ وايي، دوی به د دې ډلي پر ضد عملیاتو او د پټ سویو وسله والو لټون ته ادامه ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون