د کلیو پراختیا ریاست: په کندهار کي د اوبو پر ۱۵ بندونو کار روان دی

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار په دریو ولسوالیو کي د اوبو د کنټرول او مدریت لپاره په ۱۵ کوچني بندونو کار روان دی.

د کندهار د کلیو پراختیا ریاست مسؤلین وايي، د وچکالي د خطر د مخنیوي لپاره یې پلان نیولي چي د کندهار په ولسوالیو کي د اوبو د کنټرول لپاره کوچني بندونه جوړ کړي.

دغه ریاست وايي، له دې سره به د سیلابونو مخه ونیول سي او همدارنګه به په څاهانو او کاریزونو کي د اوبو کچه هم رالوړه سي.

د تېر کال وچکالي د کندهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کي زراعتي باغونه وچ کړل او همدارنګه يې خلګ ګډي کولو ته اړایستل.

خو وروستیو اورښتونه که څه هم د کروندګرو لپاره د یوه آباد کال ښه زیری وو خو د طمعي خلاف سیلابونو بیا په ښار او ولسوالیو کي د مرګ ژوبلي تر څنګ خلګو ته په میلینونو مالي زیانونه هم واړول.

د کندهار د کلیو پراختیا ریاست وايي، ددغه ولایت په ولسوالیو کي د اوبو د کنټرول او د وچکالي دمخنیوي لپاره په کوچنی بندونو کار پيل کړی دی.

د کلیو پراختیا رئيس …. وايي، د کندهار په ارغستان، ډنډ او دامان ولسوالیو کي یې د اوبو پر پنځلس کوچنیو بندونو کار پيل کړي چي تر دا مهاله یې د پنځونو بندونو کار بشپړ سوی دی.

دده په خبره د وچکالۍ د مخنیوي او د اوبو د ښه مدریت دغه پروګرام به کرار کرار نورو ولسوالیو ته هم وغځوي او پر مهمو موقیعتونو به د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي.

د کلیو پرختیا رئيس زیاتوي چي د یادو بندونو په جوړلو سره په ولسوالیو کي د سیلابونو مخه ونیول سي او همدرانګه به په چاهانو و کاریزونو کي د اوبو کچه هم رالوړه سي.

دده په خبره د اوبو دغه کوچني بندونه له ۲۰ زره متره مکعب څخه تر ۴۰ زره متره مکعب پوري د اوبو د ځایولو ظرفیت لري.

په ولسوالیو کي د اوبو چکډمونه پر داسي مهال جوړیږي چي تر دې وړاندي د ولسوالیو اوسېدونکو  په وار وار له ولایتي ادارې څخه غوښتي چي دا ډول بندونه دي جوړ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...