د بهرنیو چارو وزارت وايي، چي دغه ناسته به اوس د سولي د مشورتي جرګې له پرېکړيوروسته جوړېږي.
ټاکل سوې وه، چي په دې ناسته کي تر ډېره د افغانستان د سولي لپاره پر نړیوالو هڅو خبرې وسي.
په پلان کي وه چي د کابل پروسې درېیمه ناسته د تېر په څېر په فبرورۍ کي جوړه سي خو د نامعلومو دلایلو له کبله وځنډول سوه.
تېر کال د کابل بهیر دویمه ناسته کي د ۲۰ هېوادونو او درېیو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.
د یادې غونډې مهم اړخونه له وسله والو طالبانو سره د سولي خبرو لارې چارې، له نشه یي توکو سره مبارزه او له پاکستان سره هر اړخیزو خبرو ته چمتوالی و. اوس د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا ناسته په کور د ننه د سولي په اړه د ملي اجماع له رامنځته کیدو وروسته په کابل کي جوړیږي. د یاد وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي په دې ناسته کي به د افغانستان د سولې په اړه ټولي هڅي وروستی سي. د سولي مشورتي جرګه هم چي ټاکل سوې وه د کب په میاشت کي جوړه سي د ثور تر میاشتي ځنډیدلي ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون