د هلمند مرکز لښکرګاه کي د بزګر په دودیزه میله کي دوې پر پله پسې چاودني سوي دي

عیني شاهدان وايي، چي د هلمند والي جنرال یاسین خان د ولایتي مسئولینو په ملتیا د جشن په مناسبت له زراعتي غرفو څخه لیدنه باندي بوخت وو چي پرلپسي چاودني وسوې.عیني شاهدان زیاته وي چي په پېښه کي والي یاسین خان او ځيني نور کسان ټپي سوي دي.

پېښه نن سهار ۱۰ بجې د لښکرګاه ښار په کرزي سټېډیم کې رامنځته سوې.

په یاد سټډیم کي د بزګر د ورځي په مناسبت د جشن مراسم روان وو چي دوې پرلپسې چاودنې رامنځ ته سوې.

د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط  وويل چي په پېښه د ولایت مقام د مامورینو په ګډون د والي ساتونکي او د دولتي ادارو ریسان هم شامل دي.

سرچینه زیاته وي چي والي یاسین خان د بیړنیو طبي مرستو د رسولو مرکز یا ایمرجنسي ته لیږدول سوی.

تر پېښي وروسته سیمه د امنیتي قواوو له لوري کلا بنده سوې او چاته د تګ راتګ اجازه نه ور کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...