راپور: سردار زیارمل
د کب اوویشتمه د خبریال ملي ورځ د ولسمشر د حکم په اساس نومول سوې، چي په یاد ولایت کي د نورو ولایتونو په شان دغه ورځ په لومړي ځل ولمانځل سوه.
د خوست خبریالانو ټینګار کوی، چي د خبریال ژوند ته دي حکومت پاملرنه وکړي، ځکه خبریال هغه څوک دی چي تر ټولني حقایق رسوي.
په یاد ولایت کي د یو شمیر خبریالانو په خبره، چي خبریال په ټولنه کي د پول خاصیت لري، چي تل یې له واقعیتونو او حقیقتونو سره کار وي، دوی زیاتوي چي حکومت دې دغه ورځ په سمبولیک ډول نه لمانځي، بلکي په ریښتیني توګه دي د خبریال ژوند ته توجه وکړي.
د خوست والي د خبریال ملي ورځي مراسمو ته په وینا کي وویل، چي د خوست ولایتي اداره به یوه جاده او یا یوه لاره به د خبریال په نوم ونوموي او د خوست د یتیمو ماشومانو روزنتون به د وژل سوي خبریال خیرخوا په نوم کړي.
نه یوازي په افغانستان کي د امنیتي ستونزو له امله د خبریالانو ژوند له خطر او ګواښ سره مخ دی، بلکي په افغانستان کي خبریالان مالوماتو ته لاس رسی نه لري او په خپله وخت ناوخت د حکومت د مسؤلینو له لوري هم ګواښل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون