په افغانستان کي د خبريالانو په وړاندي د تاوترخوالي پېښي ۴۰ سلنه زياتي سوي

راپور: مهتمم صالح

په افغانستان کي د خبريالانو په وړاندي د تاوترخوالي پېښۍ ۴۰ سلنه زياتي سوي.

د کب ۲۷ په هيواد کي د خبريالانو ملي ورځ ده، چي خبريالانو يې د ستونزو او لاسته راوړونو په موخه لمانځي.

په جنوب غرب زون کي د نی يا ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې رئیس  عبدالسميع غيرتمل وايي، روان کال د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي پېښي ۴۰ سلنه زياتي سوي دي.

غيرتمل وايي، په دغه قضيو کي پر رسنيو او خبريالانو بريدوته، د خبريالانو وژل او ټپي کېدل، د خبريالانو تښتول او تهديدول شامل دي.

غيرتمل وايي، ، روان کال په ټول هيواد کي د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي ۷۹ قضيې ثبت سوي، چي ۲۳ يې په جنوب غرب حوزه کي دي.

معلوماتو د لاس رسي قانون نه مراعت او په ځينو دولتي ادارو کي د خبريالانو سره ښه چلند نه کول خبريالان د عمده ستونزو څخه ګڼي.

دوی وايي، خبريالان د جنګ په اوله کرښه کي وي او د خپلو خلکو لپاره خدمت کوي.

خبریالان وايي، دوی تر خپله وسه توانېدلي چي د خپلو خلکو لپاره په هر حالت کي کار وکړي، هغه ستونزي چي خلک يې لري تر مسولو چارواکو يې رسولي.

د هيواد ګروپ خبريال محمديار مجروح وايي:

دغه راز خبريالان د دولت څخه غوښتنه کوي، چي د دوی ژوند او امنيت ته پاملرنه وکړي او دوی ته دي د معلوماتو په ورکړه کي خپل مسؤليت ادا کړي.

د خبريالانو ورځ پر داسي مهال لمانځل کيږي، چي لا هم په هيواد کي د خبريالانو امنيت د ډاډ وړ نه دئ او دوی ته ډېر تهديدونه واقع دي، د خبريالانو د ملاتړ ادارې پر دولت او وسلوالو مخاليفو ږغ کوي، چي د خبریالانو امنيت ته پاملرنه وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...