راپور: غلام فاروق رسولي
د کب ۲۷ چي د خبریالانو د ملي ورځي په نامه نمول سوې په هرات ولایت کي د نافع ټولنیز بنسټ لخوا و خبریلانو ته د ګلانو په ورکولو سره ولمانځل سوه.
هرات مېشته خبریالان وایي، په ډير کم معاش او په بد حالت کي خبري کارونه مخته وړي چي په خبره یې د دې ترڅنګ چي شغلي مصونیت نه لري د امنیتي ګواښونو سره هم مخ دي.
رسنیز شنونکي او فعالین هم په محلي کچه د خبریلانو وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایي د دې لپاره چي د خبریالانو وضعیت ښه سی باید حکومت د خبریالانو د ملاتړ ادارې او خبریلان په ګډه کار وکړي.
هرڅو چي خبریالانو په وړاندي ستونزي او مشکلات ډیر دي او د دوی کار مثبت ارزول کیږي خو د ځینو شنونکو په آن د دې لپاره چي رسنۍ په ښه توګه په ټولنه کي ځای ومومي باید رسنیز قوانین په پام کي ونیسي.
د کب د ۲۷ یا د خبریلانو د ملي ورځي څخه په هرات ولایت کي په داسي حال کي لمانځنه کیږي چي په دا ورستیو کي د خبریلانو په وړاندي د تاوتریخوالي پیښي یوځل بیا ډیري سوي او په ورستی پیښو کي دوه خبریلان په خوست او هلمند ولایت کي د ناپیږانده کسانو لخوا تر برید لاندي راغله چي سلطان محمود خیرخواه چي د خوست ولایت د تکړه خبریلانو څخه وو خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون