د کندهار ولايتي شورا غړي د کندهار والي د هغو څرګندونو ملاتړ وکړ، چي د ښځينه ښوونځيو مديران به ښځينه وټاکل سي

راپور: مهتمم صالح

د کندهار د ولایتي شورا مسٔولين وايي، په کندهار کي ډېری ښوونځۍ چي ښځنه پکښي درس وايي چاري يې د نارينه مديرانو لخو مخته وړل کيږي.

د ولايتي شورا غړی نعمت الله شېردلي د کندهار د والي د هغو څرګندونو ملاتړ وکړ، چي ګواکي د ښځينه ښوونځيو مديران به ښځينه وټاکل سي.

دی وايي، په دې سره به ډېري کورنۍ دې ته زړه ښه کړي، چي خپلي لوڼي ښوونځيو ته واستوي.

دغه راز شېردلی وايي، ولایتي شورا د هغه فرمان ستاينه کوي، چي په ځينو شخصي پوهنتونونو کي د طب لپاره د کانکور امتحان نه منل کيږي او دغه پوهنتونونه نه سي کولای چي محصلين په دغه پوهنځی کي جذب کړي.

شېردلی وايي، هغه سروې چي تر دا مهاله د سېلاب ځپلو سره د مرستي په خاطر سوې تر ډېره د مستحقو کسانو نه دي، بايد په شفاف ډول هغه کسانو ته مرسته  ورسيږي، چي مسحق وي.

که څه هم څو ځله د ښځینه ښوونځیو څخه د نارينه مديرانو د ليري کولو غوښتني سوي وې، خو له ډېره وخته وروسته دغه غوښتني منل کيږي  او عملي بڼه خپلوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...