د امریکايي ځواکونو یوه بې‌ پیلوټه الوتکه د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کي لویدلې ده

باګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن  وویل، دا بې‌پیلوټه الوتکه د یکشنبې په ورځ ناوخته د باریک اب په دښته کي د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره سوې ده.

د ښاغلي قدوسي په وینا دا الوتکه د باګرام هوايي ډګر په پنځه کېلو مترۍ کې لوېدلې او د لوېدو په پېښه کې چاته زیان نه‌دی اوښتی.

په افغانستان کي مېشتو امریکايي ځواکونو د دې بې‌پیلوټه الوتکې د لوېدو خبر تأیید کړی او ویلي یې دي چي د پېښې په اړه تحقیقات کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...