راپور: غلام فاروق رسولي
افغانستان چي یو کرهنیز هیواد دی شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي یې په کرهنه او مالدارۍ بوخت دي.
دلته په هرات ولایت کي هم ډيری شمیر کسان په کرهنه بوخت دي او د سږکال اورښتنو یې هیلي د پټیو حاصلاتو ډیریدو زیاتي کړي دي.
په همدې حال کي هغه کسان چي څاروي لري هم اورښتنو خپل په ګټه بولي او وایي د دې ترڅنګ چي یې د څارویو بیه لوړه سوي په سیمه کي وا ښه هم ډیر سوي او دوی کولای سي په ډيره آسانۍ سره خپل ژوي وساتي.
د بل لوري د هرات ولایت د کرهني ریاست چارواکي وایي په تیرو ۳۵ ورځو کي په دې ولایت کي شاوخوا دوه سوه ملي متره باران سوي چي په خبره یې د تیرکال په پرتله دري چنده ډیروالی ښیي.
دوی سوي اورښتنو د یو عادي کال لپاره کافی بولي او وایي، تمه لري چي کروندګر خپل د تیرکال تاوانونه جبران کړي.
په هرات ولایت کي خلک و ورستیو ورښتو ته په داسي حال کي خوشحلي کوي چي تیرکال د وچکالۍ له کبله هرات ښار ته شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ د ولسوالیو او شاوخوا نږدې ولایتونو څخه را کډه سوي دي او په زرگونه څاروي لمنځه تللي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون