د بغلان خبریالانو خوست کي د ژمن تلویزیون پر خبریال برید غندلی

راپور: نور ګل اندړوال

 

د بغلان خبریالانو په خوست کي د خبریال سلطان محمود خیرخواه وژل کېدل د ناڅرګندو وسله والو له لوري غیر انساني عمل بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

بغلان کي د خبریالانو ملاتړو بنسټونو مشرانو ګواښ کړی چي ورځ تر بلي د افغان خبریالانو پر وړاندې ستونزي مخ په ډیریدو دي او که دا چاره همداسي دوام وکړي زیات رسنیز کارکوونکي به دندي پر ېښود و ته اړسي.

د بغلان خبریالانو په خوست ولایت کي د ناڅرګندو وسله والو له لوري د ژمن خصوصي تلوېزیون د خبریال سلطان محمود خیرخواه وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او ټینګار یې کړی چي که د افغان خبریالانو پر وړاندې همدا ډول د حکومت بې پامي دوام ولري ژر به له رسنیز ستونزمن ډګرسره ه ډېر خبریالان مخه ښه وکړي .

بغلان کي د خبریالانو د همغږۍ د مرکز او انجمن ولایتي مسوولین له حکومته غوښتنې لري چي د خبریالانو ژوند ته جدي پام وکړي.

دلته د خبریالانو غوښتني دا دي چي داسي بنسټ دي رامنځته سي چي د رسنیو کارکوونکي له وژل کېدو وروسته یې له اقتصادي اړخه د کورنۍ لاس نیوی وکړي.

د رسنيو کارکوونکي نيوکي کوي، چې په دې وروستیو کي د حکومت او امنیتي بنسټونو بې پامي د ژورنالېستانو د خوندیتوب پر وړاندې زیاته سوې ځکه، خو لا هم په کندهار، تخار، هلمند او خوست ولایتونو کي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخولي ترسره کوونکي نه نیول سوي او نه یې هم پېژندل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...