د کندهار والي وايي، د ښه امنیت لپاره پر ښاري ګارنیزون جوړلو کار روان دی

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار ولایتي مسؤلین وايي، دنوی کال لپاره یې امنیتي تدابیر نیولي دي.

خو ددغه ښار اوسېدونکي بیا وروستیو امنیتي پیښو اندېښمن کړي او له مسؤلینو څخه د بشپړ امنیت نیولو په برخه کي د جدي اقدام غوښتنه کوي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، په ښار کي غلچکي بریدونه او بمي چادوني  زیاتي سوي او همدارنګه له عامو خلګو څخه غوښتنه کوي چي د امنیتي پيښو په مخنیوي کي له حکومت سره همکاري وکړي او پر وخت امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

په ورته وخت کي د کندهار والي وايي، د ښه امنیت لپاره يې پر ښاري ګارنېزون جوړلو کار  پيل کړی دی.

حیات الله حیات وايي، د امنیت د لاښه کنټرول لپاره د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو ګډ ښاري ګارنېزون جوړوي چي په هغو سیمو کي به عملیات کوي چیري چي وسلوال تهدیدونه موجود وي.

دی وايي، د ولسوالیو د امنیت لپاره هم پر خاصو امنیتي تدابیرو کار کوي.

د کندهار والي همدارنګه زیاتوي چي د نوی کال لپاره يې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او ښاریان کولای سي په ډاډه زړه میله ځایونو ته ولاړ سي.

دده په خبره ، امنیتي ځواکونو ته یې خاصه سپارښتنه کړې تر څو د وسلوالو پيښو د تکرار د مخنیوي لپاره کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...