راپور: جواد داوري
د لښکرګاه او سنګین ولسوالۍ تر منځ د بریښنا د نویو مزو او لین پروژه چي د امریکا دپرمختیايي اداري ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ترسره سوه خو د فساد او کم کیفیته لین له امله د بریښنا د تیرولو ظرفیت نه لري.
د هلمند مدني فعالانو په لښکرګاه کي د یوه لاریون پرمهال له حکومته وغوښتل چي ددې پروژې په اړه سمه څیړنه وکړه هغه کسان چي درغلي يې پکښي کړې وي او کیفیت ته يې پاملرنه نه وي کړي ونیسي او مجازات يې کړي.
دوی وویل : اوس شرکت د هلمند پر ځايي چارواکو فشار راوړي چي بې کیفیته پروژه تري تسلیم کړي خو تر هغو چي باوري سوي نه وي باید تسلیم نه سي.
د هلمند بریښنا ریٔس انجنیر نصرالله قانع د پروژې له کیفیت څخه راضي دي نه دي وايي اوسني لین د ۳۰ میګاواټه بریښنا د تیرولو ظرفیت نه لري خو کله چي د کجکي د بریښنا ظرفیت ۱۵۰ میګاواټه ته لوړ سي بیا اړ دي چي جلا لین په نصبوي.
دی زیاتوي له اړونده شرکت سره يې خبري کړي دي او نیمګړتیاوي يې ورته په ګوته کړي دي تر هغو چي معیار پوره نه کړي او دامداره بریښنا تیره نه کړي پروژه نه تسلیموي.
دا په داسي حال کي ده چي د بریښنا شرکت د مرکزي دفتر د ریس په شمول د اوبو او انرژي وزارت چارواکي په دې پروژه کي شامل وه.
نظارت او د کار کیفیت څارنه يې د بریښنا شرکت د مرکزي دفتر په څو کار کوونکو پوري تړاو درلودی وروسته به معلومه سي چي ګرم څوک دي؟
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون