د کندهار ښاروالي سږ کال د نیالګیو د روزني او د لمنځه تلو د مخنیوي لپاره خاص پلان لري

راپور: محمد یار مجروح

دکندهار ښاروالي وايي، سږ کال به د اېښودل سویو نیالګیو ساتنه د یوه منظم پلان له مخي کوي.

د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي وايي، د نیالګیو د لمنځه تللو او وچېدو د مخینوي لپاره يې د ساتني خاص ګروپ ټاکلی تر څو پر وخت نویو اېښودل سویو نیالګیو ته اوبه ورسوي او په سم ډول یې وروزي.

دده په خبره د خلګو په همکارۍ به سږ کال د  کندهار ښار په بیلابیلو ۲۲ برخو کي ۴۳ زره نیالګي کښېنوي چي ساتنه يې د ښاروالۍ او عامو ښاریانو ګډ کار دی.

په کندهار کي هر کال نوی اېښودل سوي نیالګي د کال په تېرېدوسره ۵۰ سلنه بیرته له منځه ځي، چي پړه يې تر ډيره پر ښاروالۍ ور اچول کیږي.

بلخوا د کندهار  ښاریان د نیالګیو په اېښودلو او روزنه کي د ښاروالۍ او عامو خلګو ګډه همکاري اړینه بولي.

دوی وايي، که خلګ همکاري ونه کړي ښاروالۍ پر یوه وخت د ښار د ټولو نیالګیو ساتنه نسي کولای.

سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کي نژدې یونیم میلیون نیالګي کښېنول کیږي چي د مسؤلینو په خبره د ښار ښکلا به نوره هم رنګینه کړي.

خو بلخوا ښاریان وايي، که خلګ له ښاروالي سره پدې برخه کي همکاري ونه کړي ډیره برخه نیالګي به د تېر څېر بیا له منځه ولاړ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...