د کندهار د بشر حقونو په دفتر کي یو شمېر مدني فعالانو او محصلي د یوې غونډي په ترڅ کي د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل او ټینګار یې وکړ چي دا ډول غونډي باید همېشه ښه پایله ولري.
دوی وویل، د ښځو سره باید د ټولني نور وګړي اوږه پر اوږه کار وکړي، د تعلیم، کار او نور هغه حقوق ورکړل سي چي د دوی حق دی.
که څه هم د ښځو نړیواله ورځ د مارچ اتمه مخکي د بېلابېلو غونډو په ترڅ کي لمانځل سوې خو لا هم په کندهار او ځینو نورو ولایتونو کي لمانځل کیږي.
په کندهار کي یو شمېر مدني فعالانو او محصلينو د پنجشنبې په ورځ د ښځو نړیوالي غونډي د لمانځني پر مهال د ټولني له نورو وګړو څخه وغوښتل چي د ښځو سره په هره برخه کي همکاري وکړي او هغوی وهڅوي چي په ژوند کي نور هم پر مختګ وکړي.
دوی وايي، د دا ډول غونډو په ترڅ کي باید د ښځو پر حقونو، ستونزو او لاسته راوړنو باید بحث وسي او مثبتي پایلي باید ولري.
دوی وايي، که څه هم د ښځو په ژوند کي مثبت بدلون راغلی خو باید لا هم هڅه وسي.
دغه راز یو شمېر ښځینه محصلین او مدني فعالاني وايي، په دې غونډه کي یې د خپلو ډیرو پوښتنو جوابونه تر لاسه کړل او پوهیږي چي خپل حق څنګه وغواړي او نورو ته قناعت ورکړي.
دوی وایي، ښځي هم د نارینه وو په څېر ټول حقوق لري چي باید پر هغه باندي سترګي پټي نه سي او لا هم د نارینه باید د ښځو سره د هغوی په ورځنیو چارو پوره همکاري وکړي.
د ښځو لپاره د تعلیم نه شتون، په بدو کي ورکول، جنسي ځورونه، د مراث حق نه ورکول او داسي نور هغه موارد دي چي ښځي يې د ځان په وړاندي لوی خنډونه بولي او وايي، چي په دې برخو کي دي ورسره همکاري وسي تر څو ستونزي یې را کمي سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون