راپور: محمد یار مجروح
له دې مخکي د افغانستان د فوايدي عامې وزارت ويلي وه، چي یاد سړک به تر ۲۰۲۰ مېلادي کاله پوري د اسيا پرمختيايي بانک په مالي لګښت ورغول سي.
بل خوا پر دغه سړک موټر چلوونکي وايي، یادي لاري دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
د افغانستان د فوايدي عامې وزارت ويلي وه، د اسيا پرمختيايي بانک د کابل-کندهار لويي لاري د سړک د بيا رغولو ژمنه ورسره کړې، خو د کندهار د فوايدي عامې رياست مسولين دغه څرکندوني ردوي او وايي، د دغه سړک د جوړېدو بوديجه نه منظور سوې.
د کندهار د فوايد عامې رئیس انجنير محمد صابر احمدزی وايي، د دغه سړک لپاره ۳۰ ميلیونه بسنه نه کوي او د نه هم تر ۲۰۲۰ کاله پوري جوړېدای سي.
دغه لاره د لویو بارونو، د سختو جګړو او ماينونو له امله ډېره خراب سوې، چي د تګ راتګ پر وخت يې موټرونه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
پر ياده لار موټر چلوونکي وايي، د ترافيکي پېښو عموده لاملونه د دغه لاري خرابوالی دئ، چي له امله يې زرګونه کسان وژل سوي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چي دغه لاره بيا ورغوي.
تر دې مخکي پر دغه لار تلونکو مسافر وړونکو شرکتونو په وار وار د دغه لاري د تخریب سوو ساحو د رغولو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د فوايدي وزارت وياند مهدي رحماني د رسنيو سره په خبرو کي ويلي وه چي ياد سړک به په دريو پړاونو کي جوړکړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون