د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخي په نیوزیلاند کي پرون جمعه پر دوو جوماتونو په حمله کي د لاس لرو په تور نیول سوی شکمن کس محکمې وړاندې سوی دی.
۲۸ کلن استرالیایي برنټن ټرنټ د نیوزیلاند په کرایست چرچ ښار کي په النور جومات کي د جمعې د لمانځه پر مهال پر لمونځ کونکو برید کي چي ۴۹ تنه یې ووژل او ۲۰ تنه یې ټپيان کړل اصلي مشکوک ګڼل سوی دی.
د نیوزیلاند پولیسو ویلي چي پر نیول سوي کس باندي د بېګنا خلکو د وژلو تور دی چي دا مهال ورڅخه څیړني رواني دي.
پولیسو ویلي چې نوموړی به تر څېړنو وروسته په «ساوته اس ینډ» ښار کي ایالاتي محکمې ته وړاندي سي.
د راپورونو لهمخي برید کوونکي برنټن ټرنټ د وسلو د یو سیمه ییز کلب غړیتوب درلود او د بېلابېلو وسلو استعمال یې زده کړی و.
داسي هم ویل کېږي چي نوموړي د بېلابېلو هېوادونو ترڅنګ پاکستان ته هم سفرونه کړي و او په ټولنیزو رسنیو کي پاکستان ته د خپل سفر صفتونه کړي و.
تېره ورځ په اسټرلیا کي د افغانستان سفیر پر خپل ټوېټر ولیکل چي په دغه برید کي یو افغان وژل سوي او درې نور ټپیان سوي دي.
د پرانس پرېس اژانس د راپور لهمخي د نیوزیلاند صدراعظمه جیسنډا ارډن نن شنبه د تېرې ورځي د پېښي د قربانیانو له کورنیو سره د غم شریکۍ لپاره روغتونونو ته تللې ده.
نوموړې له قربانیانو سره د غم شریکۍ په هدف تور کالي په تن کړي و او تور څادر په سر کړی و.
د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف هم دغه برید غندلی او «وحشیانه» عمل یې بللی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون