د نیو زیلاند برید په تړاو مشکوک تن محکمي ته وړاندي سو

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخي په نیوزیلاند کي پرون جمعه پر دوو جوماتونو په حمله کي د لاس لرو په تور نیول سوی شکمن کس محکمې وړاندې سوی دی.

۲۸ کلن استرالیایي برنټن ټرنټ د نیوزیلاند په کرایست چرچ ښار کي په النور جومات کي د جمعې د لمانځه پر مهال پر لمونځ کونکو برید کي چي ۴۹ تنه یې ووژل او ۲۰ تنه یې ټپيان کړل اصلي مشکوک ګڼل سوی دی.

د نیوزیلاند پولیسو ویلي چي پر نیول سوي کس باندي د بېګنا خلکو د وژلو تور دی چي دا مهال ورڅخه څیړني رواني دي.

پولیسو ویلي چې نوموړی به تر څېړنو وروسته په «ساوته اس ینډ» ښار کي ایالاتي محکمې ته وړاندي سي.

د راپورونو له‌مخي برید کوونکي برنټن ټرنټ د وسلو د یو سیمه ییز کلب غړیتوب درلود او د بېلابېلو وسلو استعمال یې زده کړی و.

داسي هم ویل کېږي چي نوموړي د بېلابېلو هېوادونو ترڅنګ پاکستان ته هم سفرونه کړي و او په ټولنیزو رسنیو کي پاکستان ته د خپل سفر صفتونه کړي و.

تېره ورځ په اسټرلیا کي د افغانستان سفیر پر خپل ټوېټر ولیکل چي په دغه برید کي یو افغان وژل سوي او درې نور ټپیان سوي دي.

د پرانس پرېس اژانس د راپور له‌مخي د نیوزیلاند صدراعظمه جیسنډا ارډن نن شنبه د تېرې ورځي د پېښي د قربانیانو له کورنیو سره د غم شریکۍ لپاره روغتونونو ته تللې ده.

نوموړې له قربانیانو سره د غم شریکۍ په هدف تور کالي په تن کړي و او تور څادر په سر کړی و.

د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف هم دغه برید غندلی او «وحشیانه» عمل یې بللی دی.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...