د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د درېیمي امنیتي حوزې اړوند د کوټه سنګي په چوک کي د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کي یو تن وژل سوی او یو بل ټپي سوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي وویل چي دغه پېښه نن سهار رامنځته سوې ده.
د نوموړي په خبره، ماین په یو شخصي کرولا ډوله موټر کي ځای پر ځای سوی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون