کابل کي د روسیې سفیر: قطر کي د بندو دروازو تر شا خبرو اندیښمن کړي یو

قطر کي د طالب او امریکایي استازو ترمنځ خبرې  ۱۶مې ورځې ته داخلې سوې دي چي دغو پټو او اوږدو خبرو د روسیې اندېښنه راپارولې ده.

په کابل کي د روسیې سفیر ویلي، د قطر د ناستې په خبرو کي چي هره هوکړه کیږي باید د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته هم د منلو وړ وي.

الکساندر مانتیتسکي مسکو ته د زدکړو لپاره د شل افغان زدکوونکو د استولو په اړه جوړو سویو مراسمو ته خبرو کي د سولي رواني پروسې ته په اشارې وویل، ښکاره ده چي د خبرو له ناڅرګند حالته اندېښمن یو.

که په دې خبرو کي کومه هوکړه کیږي، نو د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته هم باید د منلو وړ وي.

هغه دغه خبرې پېچلي بللي دي خو وایي، چي افغانان باید پخپله د جګړې او سولي په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړې د قطر له خبرو هرکلی کوي او غواړي چي دا خبري رڼې او ټولو ګاونډیو هېوادونو ته د منلو وړ پایله ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...