کورنیو چارو وزارت د مخابراتو وزارت په همکارۍ د پاسپورت انلاین سیستم پرانیست چي خدمات به یې اسانه او ساده سي

مخابراتو وزارت وايي په دغه سیستم سره به له یوه لوري د فساد مخه ونیول سي او تر څنګ به یې د پاسپورت اخستو چارې هم چټکي سي.

مسٔولین وايي اوس ددې سیسټم له فعالېدو سره به د اوونیو کار څو ورځو ته رالنډ کړاې سي.

کورنیو چارو وزارت بیا د پاسپورټ د انلاین سیستم پر لا ډیري پیاوړتیا ټينګار لري او دا د فساد مخنیوي غوره لار ګڼي.

دواړه وزارتونه ډاډ ورکوي چي د ترافیکي سیستم بریښنايي کولو چاري هم اتیا سلنه مخ ته تللي او ډير ژر به یې امتحاني کارونه پیل سي. مخابراتو وزارت هڅه کوي چي د بریښنايي پيژندپاڼو په ګډون دغه ټول سیستم به یو کړي او په اسانۍ سره به د فساد په مخنیوي کي امنیتي ارګانونو ته هم د اسانتیاوو زمینه برابره کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...