د هلمند د والي د اړيکو مسؤل زاهد اتل پېښه تأييد کړې ده، خو جزئيات يې نهدي ورکړي.
ويل کېږي د احمدي پر موټر چاودنه د چسپکي ماين له امله رامنځته سوې ده.
د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوې سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي د نثار احمدي يوه پښه چاودنه کي پرې سوې ده، خو د روغتيا حالت یې دقيق سوی نهدی.
نثار احمد احمدي دمګړۍ سباوون په نوم ټلوېزيون او راډيو سره د خبريال په حيث دنده درلودله.
تر اوسه د دې پريد پړه چا نهده منلې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون