د یوې ايټوپيايي الوتکي د سقوط په پیښه کي ١۵۷ تنه ووژل سول

دغه الوتکه د کينيا مرکز نايروبي ته روانه وه چي پرون يکشنبه تر الوتني وروسته د ايټوپيا د پلازمېني اُديسه بابا په ٥٠ کيلومترۍ کي نسکوره سوه.

په پېښه کي ١٤٩ تنه سورلۍ او ٨ تنه عمله ووژل سوه.

تر اوسه د دې الوتکې د سقوط علت نه‌دى په ډاګه سوى.

د ايټوپيا د هوايي شرکت د خپاره سوي لېست له مخي په مړو کي د جرمني، سويډن، اتريش، اسرائيل، هسپانيا، مراکش، پولنډ، ناروې او سعودي عربستان په ګډون د ٣٥ هېوادونو وګړي شامل دي.

د سلواکيا د پارلمان يوه غړي انتون هرانکو په خپل فېسبوک کي ليکلي چي په پېښه کي يې مېرمن، لور او زوى مړه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...