پکتیکا کي د ګډو ځواکونو عملیاتو کي اووه ملکیان وژل سوي

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چي د ګډو ځواکونو په عملیاتو کي اووه ملکي وګړي وژل سوي خو امنیتي چارواکي بیا وژل سوي کسان وسله وال طالبان بولي.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چي تېره شپه ګډو ځواکونو د رخي په کلي کي عمليات کړي دي.

د دوی په خبره، په دغو عملياتو کي د همدغه کلي اووه اوسېدونکي وژل سوي دي.

خو د پکتيکا امنيتي چارواکي بيا دغه څرګندوني ردوي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني عملیات تایید کړي او ویلي یې دي چي په دې عملیاتو کي د دریو عربانو په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل سوي دي. په ورته وخت کي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استولي تلفوني پیغام کې وژل سوي کسان ملکیان بللي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...